د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې طرحه او منظور کړه.
یاد معاونیت د ددې پټلۍ د دویمې برخې ۴۷ کیلومتره پروژه د مالي تمویل او د تدارکاتي چارو د پیل په موخه طرحه او منظوره کړه.
د اقتصادي معاونیت له یادښته چې ددې پروژې چارې به د راتلونکي کال په سر کې پیل شي.
د یاد معاونیت په قول چې دا پروژه به د هرات هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټی سره ونښلوي.
د ویلو ده چې دا پروژه د سیمه ییز اتصال او ملي عوایدو په لوړولو کې مهم ټولنیز او اقتصادي ارزښت لري.