ډېر لوستل شوي

وسپنې پټلۍ اداره: د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وایي چې د دې ادارې د رییس، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان د وسپنې پټلۍ مشر دا هوکره لیک ازبکستان هیواد ته د یوه سفر په ترڅ کې لاسلیک کړ.

دغه هوکړه لیک د افغانستان له خوا ملا بخت الرحمن شرافت، د ازبکستان له لوري د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزیر میرزا موئین اوغلي او د متحده عربي اماراتو له لوري د (ادل اولانېش)شرکت رئیس الانیش لاسلیک کړ.

دغه راز په دغو مراسمو کې وپتېیل شوه چې نن(چهارشنبه، کب دویمه) به د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو ګډ پلاوی په تاشکند ښار کې پرلیکه د دې پروژې په تړاو له پاکستاني او قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

 افغان ټرانس وسپنې پټلۍ مهمه او حیاتي پروژه چې د افغانستان له خاورې به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي.

ویل کیږي چې دا پټلۍ له مزارشریف څخه پیل او د ۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي له سمنگان، بغلان، بامیان، میدان وردگ او لوگر  څخه په تېرېدو د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره نښلي.

د ویلو ده چې دا پروژه له کلونو پخوا تر څېړنې لاندې وه چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې لومړنۍ سروې ترسره، د کابینې له لورې یې مسیر تایید او د چارو د پرمختګ په موخه یې یو کلن عملیاتي پلان چمتو شو.

د افغانستان وسپنې پټلۍ اداره پرکورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کوي چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي.

اړوند خبرونه