ژبه یوازې د پوهاوي راپوهاوي وسیله نه ده، بلکې ژبه د یوه قوم او ملت هویت، تاریخ، کولتور او په ټوله کې د یوه ولس د پېژندنې خورا بنسټیزه وسیله ده.
یونسکو د فبروري ۲۱مه د ژبو د نړیوالې ورځې په نوم نومولې. دغه ورځ په ۱۹۹۹ زېږدیز کال د یونسکو په یوه عمومي کنفرانس کې د ژبو او فرهنګونو د رنګارنګۍ په موخه ونومول شوه. ملګرو ملتونو هم د مورنیو ژبو خورا اهمیت ته په کتنې ۲۰۰۸ زېږدیز کال د نړۍ د ژبو کال اعلان کړ.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ څنګه رامنځته شوه؟
د مورنیو ژبو د ورځې نومونه د بنګالیانو نوښت دی. په ۱۹۵۲ زېږدیز کال(هغه وخت چې بنګله دېش خپلواک هیواد نه و او د شرقي پاکستان په نوم یادېده.) کې یو شمېر بنګالیو زده کړیالانو سوله ییز لاریونونه وکړل او په پوهنتونونو کې یې د اردو سربېره د بنګالۍ ژبې ځایونه او رسميت غوښت.
په همدغه کال بنګالي ځوانان له پولیسو سره لاس و ګرېوان شول او ګڼو پکې خپل ژوند هم وبایله.
د مورنۍ ژبې ارزښت په څه کې دی؟
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې لا هم په نړۍ کې نږدې ۴۰ سلنه انسانان په خپلې مورنۍ ژبه زده کړو ته لاسرسی نه لري. هر انسان حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه ورته د زده کړو زمینه چمتو شي. کوم ماشوم چې خپلې زده کړې په مورنۍ ژبه کړي وي، له هغو ډېر ځیرک او پوه وي چې په نورو ژبو یې ښوونځی لوستی وي. د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر نېلسن منډیلا ډېر ښه وایي:((که له یوه چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې نوموړی پرې پوه شي، نو دا خبره به د نوموړي مغزو ته کوزه شوي وي؛ خو که له نوموړي کس سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې وشي، نو دا خبرې به د نوموړي زړه ته ښکته شي.))
ژبه د یوه ولس د پېژندګلوۍ لومړنۍ او بنسټیزه نښه ده. اشغالګر او ښکېلاکګر چې ډېری وخت پر کوم هیواد یرغل کوي، نو تر هر څه لومړی ترې مورنۍ ژبه اخلي. دوی پوهیږي چې د ژبې بدلون د یوه ولس د حافظې مېنځل او له خپلې ماضي سره یې پرېکون دی. یو کردی لیکوال لیکي:((که چېرې زما مورنۍ ژبه ستا د دولت بنسټونه لړزوي، دا په دې مانا چې تا خپل دولت زما پر خاوره جوړ کړی دی.)) رسول حمزه توف په خپل کتاب (زما داغستان) کې لیکي چې په داغستان کې د مېندو تر ټولو بوږنونکې ښېرا دا ده چې یو چا ته د مورنۍ ژبې د هېرېدنې او پرېښودنې په موخه کیږي.
افغان دولت دا ورځ په کومه کچه ونمانځله؟
افغان حکومت پرون د فبروري ۲۱مه په پرتمینو غونډو نمانځلې ده. په پلازمېنې کابل کې یوې غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیرخواه ویلي:((دلته پخوا د قومونو او ژبو په نوم له خلکو ناوړه ګټه اخیستل کېده او د یوې ژبې ویونکي به د بلې ژبې ویونکو په سیمه کې په خپله ژبه حتی ګړېدای نه شو.))
هغه په څرګندو ټکو وویل چې اوس هم د ژبې او قوم په نوم د افغانستان د خلکو تر منځ د اختلاف راپورته کولو هڅې کېږي. نوموړي وړاندې وویل:((د خپلو شخصي موخو لپاره دې د افغانستان له خلکو د ژبې او قوم په نوم استفاده نه کېږي، د ژبو بېلوالی په دې مانا نه دی چې خلک یې هم سره بېل دي.))
د نوموړي په وینا، د تعصباتو په راپورته کولو کې یو لوری هم نه ګټیالی کېږي، بلکې د هر چا په زیان دی او په خبره یې یوازې یووالی دی چې د ټولو قومونو خیر پکې نغښتی دی.
مولوي خیرالله خیرخواه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ټولو قومونو او ژبو د ودې او راپورته کېدو لپاره کار کوي او نه پرېږدي، چې کومه ژبه یا قوم دې څڼډې ته شي.
د نړۍ ټولې ژبې د درنښت وړ دي. له دیني لیدتوګي هم د انسانانو او ژبو رنګاګي د لا ښې پېژندګلوۍ په پار یاده شوې . بشري تاریخ دا هم په ډاګه کوي چې پیغمبران به قومونو ته د هغوی په ژبه د بلنې په موخه ورتلل. د نړۍ ژبې د یوه چمن ګلان دي او د یوه په رژېدو نور هم کمرنګه کېدای شي.