ډېر لوستل شوي

مزارشریف – ازبکستان د ریل پټلۍ د بیارغونې چارې پیل شوې

د هېواد د وسپنې پټلۍ ادارې اعلان کړی چې د ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د مزارشریف – ازبکستان د اورګاډي د پټلۍ د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

دې رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د يادې پروژې د بيارغونې چارې پرون (چهارشنبه، کب دويمه) د يو شمېر مسوولينو له خوا پرانيستل شوې.

خبر زیاتوي چې ددغې پروژې د بیارغونې چارې د یوې ازبکستانۍ کمپنۍ له خوا پر مخ وړل کیږي.

ټاکل شوې چې د دغې پروژې کار په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د مزارشريف – ازبکستان ریل پټلۍ ۷۵ کيلومتره اوږدوالی لري او د بلخ ولايت له هوايي ډګر څخه تر ازبکستان هېواده غځول کېږي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت هم پرون(چهارشنبه، کب دویمه) د خواف-هرات د څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې طرحه او منظور کړه.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د وسپنې پټلۍ ادارې خپل کارونه ګړندې کړي او ګڼې پروژې یې ترلاس لاندې دي.

اړوند خبرونه