ډېر لوستل شوي

سوداګرۍ وزارت: د څو ادارو ګډ پلاوی ښایي ایران ته ولاړ شي

 صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل اېکس لیکلي چې ښایي نن(شنبه، کب۵مه) د دغه وزارت په مشرۍ د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت، بهرنیو چارو وزارت او مالیې وزارت د استازو په ګډون یو ګډ تخنیکي پلاوی ایران ته سفر وکړي.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی په چابهار بندر کې د راکړې ورکړې د چوپړونو پر پراختیا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړې ورکړې پر ودې او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ایراني لوري ترمنځ د هوکړه لیکونو پر تطبیق له ایراني لوري سره وغږیږي.  د ویلو ده چې څو میاشتې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ او د هغه هیواد له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، وسپنې پټلۍ، ټرانسپورټ، سوداګریزې راکړې ورکړې او نورو برخو کې لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

اړوند خبرونه