ډېر لوستل شوي

پاکستان ته د قاچاقېدونکې وسپنې مخه ونیول شوه

د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسپنې د قاچاق مخنیوی کړی.

ځایي مسوولین وایي چې پرون(جمعه، کب ۴مه) امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په ریګ بي بي تیري او جندوم سیمو کې دوه بېنس موټرونه له ناقانونه وسپنې او مسو ډک نیولي دي.

خبر زیاتوي چې په دغو دوو بېنس موټرونو کې ټوله شوې وسپنه او مس بار وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ونیول شول.

د ګرمسېر ولسوالۍ مسوولین وایي چې په دواړو بېنس موټرونو کې ۶۳۴۰۰ کیلوګرامه وسپنه او مس بار و چې قاچاقبرو یې ګاونډي هیواد پاکستان ته د قاچاق هڅه کوله.

ددې موټرونو موټروانان او د قاچاقېدونکو توکو څښتنان هم نیول شوي دي. د ویلو ده چې افغان حکومت ګاونډیو هیوادونو ته پر زړې وسپنې او نورو توکو بندیز لګولی او له سرغړونکو سره یې د جدي چلند ګواښ کړی.

اړوند خبرونه