ډېر لوستل شوي

د نورستان مرستیال والي: ۲۵۰ ګواښمنې کورنۍ مو په لنډمهالو پنډغالو کې مېشتې کړي

د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د نورستان د وروستۍ غره ښویېدنې په اړه نوموړي ته مالومات ورکړي او په وینا یې چې ۲۵۰ ګواښمنې کورنۍ یې په لنډمهالو پنډغالو کې مېشتې کړي دي.

ارګ  پرون ماښام(شنبه، کب پینځمه) په خپلې رسمي اېکسپاڼې لیکلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د نورستان له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره په سپیدار ماڼۍ کې کتلي دي.

مولوي فیصل مختار وویل، یاده پېښه د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلي کې رامنځته شوې چې ۲۱ تنه پکې شهیدان، ۴ ټپیان او ۲۴  کورونه پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

مولوي فیصل مختار څرګندوله چې د نورو زیانونو د مخنیوي په موخه یې یوه کمېټه رامنځته کړې چې د ولایتي مسوولینو سربېره پکې د اوچا غړي هم شته.

مولوي عبدالکبیر د نورګرام پر یادې پېښې خواشیني ښودلې او په وینا یې چې زیانمنوشویو ته باید په اوږدمهال کې بنسټیزې سرپناوې جوړې شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر ټولو دولتي او نورو مرستندویو بنسټونو او ادارو غږ کړی چې د نورستان له زیانمنوشویو سره مرستې وکړي.

اړوند خبرونه