د نشو او نورو حرامو بوټو پر وړاندې د اسلامي امارت پرېکنده چلند تر لمر هم روڼ دی. افغان حکومت نه یوازې د نشه یي بوټې کروندې او پېر پلور منع کړ، بلکې د نشه یانو لاسنیوی یې وکړ او تر ګټې وټې یې راورسول.
دا هغه کسان و چې په تېر کې به یې د سوخته تر پله لاندې مرګ ته شپې ورځې شمارلې او ژوندکولو ته یې هېڅ شیمه پاتې نه وه.
د تېرکال په اپرېل کې د اسلامي امارت د مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله په څو پرلپسې فرمانونو کې د نشه یي توکو کښت، پلور، پېر او قاچاق په بشپړه توګه منع کړ. له یاد فرمان وروسته د افغانستان په جنوبي او شمالي ولایتونو کې په زرګونه جریبه کوکنار له منځه ولاړل او پر ځای یې غلې دانې وکرل شوې.
د روان کال په چنګاښ کې د ټلیګراف په نامه یوې څېړنیزې ورځپاڼې ولیکل چې د بشر په ټولټال تاریخ کې هېچا له نشه یي توکو سره دومره په ځغرده مبارزه نه وه کړې لکه اسلامي امارت چې وکړه. دغه څېړنیز راپور زیاتوي، حتی په ۱۹۷۱ میلادي کې د هغه وخت د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون په خپله اعلان وکړ چې د ځمکې له مخه به د نشه یي توکو نوم تری تم کړي؛ خو هېڅ ونه توانید. پر دې سربېره د یوویشتمې پېړۍ په سر کې امریکا له ډېره لیري ځایه د نشه یي توکو او ترهګرۍ د ورکاوي په موخه راوکوچېده؛ خو نه یوازې چې د نشه یي توکو کښت یې زیات نه کړ، کم خو یې هسې نه کړ. د همدغې ناټو په مېشتغالي هلمند کې له بل هر ځایه د ریکارډ په کچه کوکنار کرل کېدل.
د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ژمنه کوي چې د نشه یي توکو نوغی به له هیواده باسي او د معتادانو درملنه به کوي.
افغان حکومت د معتادانو د درملنې په موخه د پلازمېنې په شمول په ګڼو ولایتونو او حتی ولسوالیو کې لسګونه روغتونونه پرانیستل. حکومت د دوی پر درمنلې بسنه ونه کړه، بلکې ددغو معتادانو د ژوند کولو او د نفقې په فکر کې شول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي چې زرګونه معتادان ورسره ثبت دي او وخت په وخت ورته حرفوي زده کړې ورکوي. دغه معتادان د افغان حکومت احسان منونکي دي او په وینا یې چې ژوند ته یې د راګرځېدو تمه ختلې وه.
د پلازمېنې کابل یو تن اوسېدونکی او له نشو رغېدلی جان محمد له پولیسو، روغتیاپالان او حرفوي ښوونکو له نېک چلند مننه کوي. جان محمد زیاتوي:((موږ هېڅ تصور نه کاوه چې بیاځلې به د ژوندکولو جوګه شو. وړاندې مې له کورنۍ او بچو کرکه کېده، خو اوس دا دی په خپل لاس ګټه کوم او کورنۍ هم راباندې باور کوي.)) ښاغلی جان محمد مني چې افغان حکومت په ریښتینې بڼه له نشه یي توکو سره مبارزه کوي او د معتادینو په لټه، پالنه او عادي ژوند ته په راګرځونه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
اوس همدغه معتادان د ټولنې د اوږو بار نه دي، بلکې د ټولنې له پیاوړو او کارنده کسانو ګڼل کیږي. دوی پر ټولنیزو چوپړونو بوخت دي، حلال کسب ته یې مخه کړې او د کورنۍ مسوولیت ته یې اوږه ټیټه کړې ده.