ډېر لوستل شوي

کابل ښاروالۍ راتلونکی پسرلی دوه میلیونه نیالګي کېنوي

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې تمه ده د راتلونکي ۱۴۰۳ کال په پسرلي کې دوه میلیونه نیالګي کېنول شي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي له امید راډیو سره په مرکه کې وویل چې په پلازمېنې کابل کې به د نیالګیو کېنولو لړۍ د کب پر لسمه پیل شي.

د کابل ښاروالۍ استازی د چاپېریال ښه والی او د کابل ښار ښکلا د نیالګیو اېښودلو د پروګرام له موخو یادوي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ یاد مسوول د ښاري ښکلا په موخه په کابل ښار کې د ۲۵ سړکونو د بیارغونې خبر هم ورکوي. د نوموړي له قوله چې دا سړکونه په کانکریټي او بنسټیز ډول رغول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې هر کال د پسرلي په رارسېدو سره په ټول هېواد کې د مېوه لرونکو او بې ميوې نيالګيو د کرلو لړۍ پيلېږي.

د چاپیریال ساتنې څارونکي له نیالګیو وروسته د دوی پالنه، اوبونه او پاملرنه لومړني مسوولیتونه بولي.

اړوند خبرونه