د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په جوزجان ولایت کې پر یوه تن قاتل د قصاص حد پلی شو.
سترې محکمې په خپل اېکس لیکلي چې دا کس نن(دوشنبه، کب۷مه) قصاص شوی دی.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راځي چې قاتل نظرمحمد نومیږي او د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اصلي استوګن دی. نوموړي د روان قمري کال د جمادي الثاني میاشتې په ۱۲مه نېټه خال محمد د چاقو په وسیله شهید کړی و.
د سترې محکمې په قول ددې قاتل قضیه د اسلامي امارت د درې ګونو محکمو له خوا تایید او دقیقه څېړل شوې ده.
د ویلو ده چې څلور ورځې وړاندې هم په غزني کې دوه تنه قصاص شوي وو.