ډېر لوستل شوي

پنجشیر کې سږ کال هېڅ امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې

د پنجشېر ولایت امنیتي چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې.

دغه څرګندونې د پنجشېر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عابدالله عقاب فاروقي پرون (یکشنبه، کب ٦مه) له رسنيو سره په خبرو کې وکړې.

د ښاغلي فاروقي په وینا، په پنجشیر کې د امنیت ټینګښت او د امنیتي پېښو نشتون له امنیتي ځواکونو سره د پنجشېر د وګړو د همکارۍ ښکارندويي کوي.

د پنجشير ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې پوليس تل د پنجشير ولايت د خلکو په چوپړ کې دي .

امنيتي چارواکو په داسې حال کې په پنجشېر کې د امنيت د ټينګښت خبر ورکړی چې پروسږ کال په دغه ولایت کې د ځینو خپلسرو وسله والو د شتون خبرونه ورکړل شوي وو.

اړوند خبرونه