د افغانستان بانک په خپلې رسمي اېکس پاڼې لیکلي چې تمه ده دغه بانک نن (سه شنبه، کب اتمه) ۱۷ میلیونه ډالر لیلام کړي.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
افغانستان بانک تل ویلي چې امریکایي ډالر د افغانیو د ارزښت، د خوراکي او ناخوراکي توکو د بیو د ټیټوالي او د بانکي کارونو د نه خنډتیا په موخه لیلام ته وړاندې کوي.
تمه ده چې ددغه ډالرو په لیلام سره به د ډالرو بیه راټيټه او د افغانیو ارزښت لا لوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د ډالرو بیه بیا یو څه لوړه شوې او یو ډالر په څه باندې ۷٣ افغانیو پلورل کېده.