ارګ په خپلې رسمي اېکس پاڼې نن ماښام(سه شنبه، کب اتمه) لیکلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په بېلابېلو برخو کې ۲۵ پروژې منظور کړې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت مسوولان وایي، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون د اتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.
ارګ ویلی چې په بېلابېلو ولایتونو کې ددغو پروژو په پلې کېدو سره به ګڼو کسانو ته کاري زمینه رامنځته شي.
په دغو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ودانیزو چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارو بشپړېدل، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
یاد کمیسیون همداشان له ۳۱ پروژو څخه د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د ۵ پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې کړ.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ په تېر کې هم لسګونه پروژې منظورې شوې وې.