د بهرنیو چارو وزارت ویاندمرستیال حافظ ضیااحمدتکل پرون ماښام(دوشنبه، کب اوومه) پر خپل اېکس لیکلي چې وزیر مولوي امیرخان متقي او ورسره مله پلاوي د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره لیدلي دي.
دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، عشق اباد کې د افغانستان د ډیپلوماتیک حضور د کچې په لوړولو، د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا په زیاتوالي، د لاجوردو لارې په رامنځته کولو، د افغانستان اوسپنې پټلۍ پر پراختیا او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
په یاده کتنه کې مولوي متقي په افغانستان کې د ټاپي پروژې پیل ته پوره چمتووالی ښودلی دی.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست په مټ د سیمه ییز اتصال په لټه کې دی او د افغانستان د لویو لارو او پټلیو جوړول یې له لومړیتوبونو څخه دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ترکمن پلاوي غوښتي چې د تورغنډۍ-هرات او اندخوی-شبرغان پر لور تر مزارشریف پورې د رېل پټلۍ لیکې په غځولو پانګونه وکړي.
ورته مهال دې لیدنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له افغانستان سره یې د هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب دی او نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو په ګډو هڅو افغان خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي.