ارګ په خپلې رسمي اېکسپاڼې پرون ماښام (دوشنبه، کب اوومه) لیکلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر کڼو هیوادوالو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې کڼو د هیواد پر سرتاسري امنیت خوښي څرګنده کړه او دا یې د هیواد د پرمختګ په پار غوره ګام وباله.
ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له کڼو سره پر دې کتنې خوښي وښوده.
ښاغلي حنفي زیاته کړه: اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه، د سرتاسري امنیت د ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول، د کارموندنې زمینې برابرول او د ټولنې هر وګړي ته د زده کړو پر رامنځته کولو ژمنتیا لري. مولوي حنفي وړاندې وویل چې اسلامي امارت د هیوادوالو ستونزو ته رسېدنه کوي او په دې برخه کې به له هېڅ هڅې درېغ ونه کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین د ښوونې او روزنې، د هیوادوالو د ستونزو له منځه وړلو او په هیواد کې د اقتصادي او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.
د ویلو ده چې وړمه ورځ د اطلاعاتو او کولتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه هم له کڼو سره وکتل او د دوی له وړتیاوو نه پر ګټې پورتنې کوونې یې ټینګار کړی وو.