د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ټولګډونه حکومت په تړاو د نړۍ والو غوښتنو ته په ځواب کې ویلي، اوسنی حکومت د افغانستان له ټولو قومونو جوړ دی او د وزیرانو تر کچې پکې د هر قوم استازي شتون لري. نوموړي دغه راز په افغانستان کې د امریکا او ناټو پر شل کلن شتون په نیوکې سره وویل، چې لوېدیځ د خپلو موخو لپاره افغانستان ته راغلی و او د افغانانو لپاره یې هیڅ بنسټیز کار نه دی کړی.
مولوي امیرخان متقي په ترکمنستان له افغان سوداګرو سره د ناستې پرمهال له هغوي غوښتي چې په هېواد کې سراسري امنیت رامنځته شوی او دوي کولی شي چې په ډاډه زړه په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.
نوموړي په هېواد کې د سراسري امنیت د رامنځته کېدو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ته هم ډاد ورکړ، چې له ټولو سره ښې اړیکې غواړي او له نورو هم ورته تمه لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ترکمنستان کې له یو شمیر افغان سوداګرو سره په ناسته کې ویلي، چې له ترکمنستاني لوري سره یې د سترو اقتصادي پروژو په اړه هم ناستې او خبرې کړې او زیاته کړې يې ده، چې د ټاپې پروژې ترڅنګ یې، د بريښنايي پروژو په تړاو هم خبرې کړې او ډاډ یې ورکړ چې د نور الجهاد سب سټیشن چارې به په نږدي راتلونکې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او له هغې وروسته به د برېښنا د لینونو د غځولو لړې نورو سیمو ته هم پيل شي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له افغان سوداګرو وغوښتل چې په ترکمنستان کې په جوړونکي نندارتون کې چې ۲۵۰ نور افغان سوداګرو هم پکې ګډون کوي د افغانستان ښه استازیتوب وکړي.
نوموړي دغه راز افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې په هېواد کې سراسري امنیت خوندې شوی او ټول کولی شي چې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ترسره کړي.