ډېر لوستل شوي

آمو حوزه کې د نفتو ورځنی استخراج ۱۳۵۰ ټنو ته لوړ شو

کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو سیند د نفتي حوزې ورځنی استخراج ۱۳۵۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

دغه وزارت پرون (سه‌شنبه، کب ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امو سیند د نفتو په حوزه کې د تېلو شپږ نوې څاګانې کیندل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د نویو څاه ګانو په کیندنې د امو سیند په حوزه کې د نفتو د څاګانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.

دغه وزارت همدا راز ویلي چې په روان کال کې به په دغه نفتي حوزه کې ۲۳ نوې څاګانې وکیندل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د نفتو د نویو څاګانو په کیندلو سره به د امو سیند په حوزه کې د نفتو د استخراج ورځنۍ کچه ۳۰۰۰ ټنو ته لوړه شي.

د ویلو ده چې د هیواد په شمال کې د امو سيند نفتي حوزه یوه له بډایه حوزو څخه ده چې اوسمهال ترې چینایي شرکتونه نفت استخراجوي.

اړوند خبرونه