د اسلامي امارت قاطع او واحد دریځ و چې امریکا او ناټو یی وننګول!
له امریکایي اشغال څخه د افغانستان د آزادۍ ګټلو تړون چې د دوحې تړون یادیږي څلور کاله پوره شول.
د شاوخوا ۱۸ میاشتنیو مذاکراتو په پایله کې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت او امریکایی لوري ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د نږدې ۶۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په شتون کې دغه تړون لاسلیک شو؛ چې ددې سند پر بسنټ له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو وتل او د افغانستان خپلواکي یقیني شوه.
د دغه تړون له مخې امریکايي ځواکونو ته یو مشخصه موده وټاکل شوه چې له افغانستان څخه به وځي.
همدا راز امریکا ومنله چې د افغانستان په زندانونو کې به د اسلامي امارت سیاسي بندیان خوشې کوي.
اسلامي امارت هم د دوحې په تړون کې ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.
اسلامي امارت د دوحې هوکړه لیک له څلور کلنۍ سره هم مهاله وایي، چې د دغه تړون ټولې ژمنې د اسلامي امارت له لوري عملي شوې او د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.
امریکا د اشغال پر مهال په بېلابېلو نومونو ګڼ شمېر افغانان شهیدان، او ډیری نور یي په افغانستان یا هم ګوانتانامو زندانونو کې پرته له کوم موجه دلیل څخه بندیان کړل. د اشغال په شاوخوا شل کلنه موده کې د افغانانو په اعتقاداتو، قوم، ژبې او کلتور ملنډې ووهل شوې. اشغالګرو او ددوی لارویانو په دغه دوره کې مالي او اخلاقي فساد عام کړ، بې کاري او اقتصادي ستونزې ډیرې شوې. بې کفایته او په بیلابیلو جرمونو کې ښکېل خلک واک ته ورسیدل او د کپېټلېزم سیستم تقویه شو. دغه راز د بیت المال شتمني د څو مشخصو ډلګیو لاس ته ولویده او عام خلک یی په بیلابیلو ډلو او نظرونو وویشل.
لوېديځ په ځانګړي ډول امریکا او اروپایي هېوادونو له افغانستان سره په ميلیاردونو ډالر مرستې د ډیموکراسۍ، بیا رغونې او له افغانانو سره د خواخوږۍ په نومونو ترسره کړې خو په افغانستان کې یې هېڅ مثبت تاثیرات ونه لیدل شول، دوی یواځې هغه کارونو ته پاملرنه کوله چې د دوی شخصې ګټې پکې نغښتې وې.
امريکا د اشغال په دغه شلن کلنه دوره کې افغانانو ته ډېر زيانونه ورسول، ډېر افغانان یې بې کوره، په خپلو کې يې سره په ډلو ووېشل، ډېرې ککرۍ يې تر خاورې لاندې کړې، میندې بې اولاده او مېرمنې بې خاونده شوې، چې د امريکا دا ظلمونه او وحشتونه به د افغانستان او نړۍ تاريخ په پاڼو کې ثبت شي.
امریکا په افغانستان کې ډېرې موخې درلودې، دوی غوښتل په دغه خاوره کې هراړخیز حضور پیدا کړي، امریکا په دې هڅه کې وه چې، د افغانانو اعتقادات او فرهنګ له مینځه یوسي او پر ځای یې غربي او پردی کلتور عملي کړي.
دوی دغه راز د ملي یووالي د لمنځه وړلو لپاره ډول ډول پروژې پلي کړې خو د افغانانو د سپيڅلې مبارزې او کلک هوډ په پایله کې یی دغه هیله تارومار شوه.
خود دوحې تړون په افغانستان کې یو مثبت او اغیزمن تحول ته لار هواره کړه، مخکې تر دې چې اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووځي، د امریکا په لاس جوړ شوې اداره هم وپاشل شو.
د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ دوحې تړون له لاسلیک کیدو سره ۲۰ کلن اشغال؛ او ورسره بمبارۍ، شپنۍ چاپۍ، د بیګناه خلکوځورونه، شکنجې او مرګ ژوبلې هم پای ته ورسیدې.
د امريکا وروستۍ پوځي الوتکه د دوشنبې په شپه د وږي په اتمه نېټه له کابل هوايي ډګره ووته او له دې سره په افغانستان کې د امريکا شل کلن اشغال او حضور پای ته ورسېد.
دغه راز افغانستان له شاوخوا څلورو لسیزو جګړو او ناخوالو وروسته استقرار وموند، اسلامي نظام حاکم او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شو؛ چې ورسره د قدرت جزیرې ړنګې شوې. اوس افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګامونه اوچتوي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې بیلابیلې پراختیایی پروژي د عملي کیدو په حال کې دي.