د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د هرات نړیوال هوايي ډګر له دریو ورځو وروسته نن (جمعه، کب ۱۱ مه) الوتنو ته چمتو شوی.
د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي زیاتوي چې د هرات نړیوال هوايي ډګر د ځغاستې او نورې برخې له واورو پاکې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.
د ویلو ده چې د هرات هوايي ډګر د درنې واورې اورېدنې او لړې له امله د دريو ورځو لپاره تړل شوى و.