ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د دغه وزارت لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت نن په یوه رسمي سفر قطر هیواد ته روان شول.
ملي دفاع وزارت نن مازیګر(یکشنبه، کب ۱۳مه) په خپل رسمي اېکس لیکلي چې ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله وال ځواک لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت نن د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دفاع وزیر او لوی درستیز د سفر په اړه ویلي چې دوی به هلته د قطر په ډیمیډیکس دفاعي غونډه او نندارتون کې برخه واخلي.
ښاغلی خوارزمي همداشان وایي چې افغان چارواکي به له قطري لوړپوړي لوري سره په یو شمېر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې اترې وکړي. قطر له هغو عربي هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې له اسلامي امارت سره غوره اړیکې لري. د ویلو ده چې تر دې دمخه هم ملي دفاع وزیر دغه هیواد ته په یوه سفر تللی و.