د ټولګټو وزارت مسوولینو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د سالنګونو ګڼې برخې له واورو پاکې کړي او ښایي دا لویه لاره نن(دوشنبه، کب ۱۴مه) د مسافروړونکو موټرو پر مخ خلاصه شي.
ټولګټو وزارت زیاتوي چې دا لاره یې د درنو واورو، توپانونو، واورین کوچونو، لړو او د لید سیمې د لنډوالي له مخې تړلې وه.
د وزارت له قوله، که څه هم سالنګونو کې اسمان وریځ دی، د واورې د اورښت امکان هم شته؛ خو دا لاره به بیا هم پرانیستل کیږي.
د ویلو ده، د سالنګونو لویه لاره له تېرو څلورو ورځو راهیسې تړل شوې وه چې ټولګټو وزارت یې بیاپرانیزي.
ویل کیږي چې د سالنګونو په ځینو برخو کې د واورې اندازه له دریو مترو هم اوړي.