د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، افغانستان دا ظرفیت لري چې په سیمه کې یو له مهمو صنعتي مرکزونو څخه وګڼل شي.
ښاغلي عزيزي دغه څرګندونې نن (دوشنبه، کب ١٤مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د افغان-ترکمن د سوداګريزو اړيکو د لومړي کنفرانس د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل، اسلامي امارت چمتو دی چې په افغانستان کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو سره بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.
د اسلامي امارت د کابینې دغه غړي ټینګار وکړ چې ترکمنستان کولای شي له دې اسانتیا څخه په ګټنې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترکمن-افغان په نوم لومړی سوداګریز کنفرانس په عشق اباد کې جوړ شوی دی.