د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پرون ماښام (دوشنبه، کب ۱۴مه) په خپل اېکس لیکلي چې دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له امیر نائب الشیخ عبد الله بن حمد آل ثاني، د هغه هیواد له دفاع وزیر او رئیس ارکان سره لیدلي دي.
په دغه ناسته کې له افغان وزیر سربېره د ګڼو هیوادونو دفاع وزیرانو ګډون کړی وو.
دفاع وزارت پرون(یکشنبه، کب ۱۳مه) په خپل اېکس لیکلي و چې ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د دغه وزارت لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په یوه رسمي سفر قطر هیواد ته روان شول.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دفاع وزیر او لوی درستیز د سفر په اړه ویلي چې دوی به هلته د قطر په ډیمیډیکس دفاعي غونډه او نندارتون کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې قطر د افغان حکومت له نږدې همکارو هیوادونو څخه ګڼل کیږي او غوره خپلمنځي اړیکي سره لري.