د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې افغانستان به په نږدې مهال کې د ځمکې له لارې له روسیې او قزاقستان سره ونښليږي.
په هغه ویډیویي پیغام کې چې بهرنیو چارو وزارت نن (سهشنبه، کب ۱۵مه) خپره کړې، ښاغلي متقي دغه څرګندونې د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ یو شمېر ترکمنو هیوادوالو ته کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، ترکمنستان څخه تر راستنېدو وروسته فاریاب ته تللی او هلته یې د ترکمن قوم له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره کتلي دي.
ترکمنو هیوادوالو ته مولوي متقي په وینا کې وویل چې د ترکمنستان له چارواکو سره یې په ناستو کې د آقینې بندر د سړک جوړول او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر په وسیله افغانستان له قزاقستان او روسیې سره د نښلولو موضوع شریکه کړې ده.
د اسلامي امارت دغه چارواکی دا هم وايي چې په شپږو میاشتو کې به په هېواد کې د سترو ملي پروژو کارونه پیل شي.