ډېر لوستل شوي

د کابل-لوګر لویې لارې پاتې چارې بشپړیږي

د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۱۸ مه غونډه کې د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د راتلونکي وري میاشتې لومړیو کې دې له پل محمود خان څخه تر چهار اسیاب پورې د کابل ـ لوګر لویې لارې د سړک پاتې چارې پیل او بشپړې شي.

ارګ دا خبره پرون(یکشنبه، کب ۱۵مه) په خپلې رسمې اېکسپاڼې خپره کړې ده.

د کابینې په دغه ۱۸مه غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو لس کلنه طرحه هم ومنل شوه.

د ویلو ده چې د کابل ـ لوګر لویه لاره وخت ناوخت د ګڼې ګوڼې له کبله بندیږي.

افغان حکومت هیله څرګندوي چې ددغې لارې تر بشپړېدو وروسته به هیوادوالو ته په تګ راتګ کې اساني وي.

اړوند خبرونه