د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان د بهرنیو چارو، وزیرانو شورا د مرستیال، د نفت او ګازو، صنعت او سوداګرۍ او اوسپنې پټلۍ په ګډون له ګڼو چارواکو سره کتلي دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په دې کتنو کې د اقتصادي اړیکو په پراختیا، ټرانزېټ، له جنوب سره د شمال نښلولو، لاجوردو لارې، سوداګرۍ پراختیا او د دواړو هیوادونو پر اقتصادي ودې خبرې اترې وشوې.
دغه وزارت زیاتوي چې په دې کتنو کې د ټاپي، ټاپ او نورو پروژو پر چټکتیا هم بحثونه شوي دي.
د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته ولاړ او هلته یې د افغان-ترکمن نندارتون کې برخه واخیسته.
صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه شان ویلي چې افغان وزیر له ترکمنو چارواکو سره پر ګڼو مسایلو خبرې اترې کړي دي.