د روغتیا نړیوال سازمان منلې چې په غزه کې یو شمېر ماشومان له سختې لوږې مړه شوي دي. غزه کې روغتیایي ډلې دا هم وایي چې اوسمهال ګڼ ماشومان له سختې لوږې او وژونکې خوارځواکۍ سره مخ دي. په غزه کې روغتیایي بنسټونه زیاتوي چې د غزې په شمال کې ۱۶ ماشومان د خوړو د نشتون له وجې مړه شوي دي.
د غزې په شمال کې ۳۰۰ زره اوسېدونکي اوسي چې اکثریت یې د پاکو اوبو له نشتون او روغتیایي خوړو له کمښت سره مخ دي.د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) سیمهییز مشر هم خبرداری ورکړی چې که د خوارځواکۍ کچه په دې ډول وي، نو لیري نه ده چې ټوله غزه خوارځواکي وپوښي.
د ملګرو ملتونو ادارې په ځلونو ویلي چې د دوی پر مرستو بار لارۍ د غزې اوسېدونکو ته نه پرېښودل کیږي. د دغې ادارې په قول چې د صهیونستو اسراییلو عسکر یې لارۍ بېرته له نیمې لارې ستنوي او غزه والو ته یې د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې پر فلسطیني مسلمانو خوراکي او نور توکې بند دي. اسرائیلي اشغالګرو د پینځو میاشتو راهیسې په غزه هر ډول خوراکي، روغتیايي، سون او نفتي توکي تړلي دي. د لوږې باوجود صهیونست ځواکونه پر بې ګناه فلسطینانو ړندې بمبارۍ هم روانې ساتلي دي.
تېره اوونۍ مرستو ته په تمه سلګونه فلسطیني کډوال په خپلو وینو کې لتاړ شول خو د دوی پر لژنده جسدونو د ملګرو ملتونو، بشري حقونو، بښنې سازمان او… هېچا هم د غم اوښکې توی نه کړې.
ښایي دا د بشر تر ټولو نامرده جګړه وي. دا به لومړی ځل وي چې فلسطیني ماشومان دې په رفح ښارګوټي کې وښو او پاڼو خوړلو ته اړ شوي وي. پایله دا چې د بشر حقونو نړیوال ادرسونه سېمبولیک او هېڅ ډول صلاحیت په لاس کې نه لري. د دوی په خولو کې دوې ژبې او تر ظاهرې څېرې لاندې نورې شریرې څېرې لري. د نړۍ جابر او د هر ډول قاتلینو سالاره(امریکا) د همدغو وحشتونو تر شا ده او صهیونستان یې په شېدو ماړه دي.