د اترا ادارې مشر سید برات شاه اغا ندیم شریعت ورځپاڼې ته په نننۍ(پنجشنبه، کب ۱۷مه) ګڼه کې ویلي، په افغانستان کې دا لومړی ځل دی چې د انټرنټي او غږیزو کڅوړو لپاره یوه ټاکلې اندازه تعینیږي.
ښاغلی ندیم وایي: اوسمهال له یوې شبکې څخه بلې ته د زنګ وهلو بیه په یوه دقیقه کې ۱.۸۵ افغانۍ ټاکل شوې ده، چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ مخکې له ۲.۵ تر ۳.۵ افغانیو وه. دغه راز د بېلابېلو شبکو د سیم کارتونو تر منځ د زنګ وهلو بیه ۲.۲ افغانۍ ټاکل شوې چې وړاندې یې بیه تر ۴ افغانیو پورې وه.
هغه زياته کړه، د اترا رياست د مخابراتي شرکتونو د زيات لګښت او يا له نويو ټاکل شويو معيارونو څخه د سرغړونې په اړه د ښاريانو هر ډول شکايت ته رسېدنه کوي او له خلکو يې غوښتي، چې خپل شکايتونه دې د (٩٩٩) شمېرې له لارې په وړيا ډول شریک کړي.
د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې یا اترا د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۱۲ میلیونه کسان له انټرنېټ او دوه میلیونه نور د وای فای له چوپړونو ګټه پورته کوي.
د اترا د مشر په وینا، د افغانستان مخابراتي شرکتونه(افغان بیسیم، اېم ټي اېن او اتصالات) له ګاونډیو هیوادونو(ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) څخه په هره ثانیه کې شاوخوا ٢٥٠،٠٠٠ انټرنیټ واردوي؛ مګر د انټرنېټ تر ټولو لویه کچه چې نږدې اویا سلنه کیږي ، د افغان ټیلیکام دولتي شرکت له خوا هیواد ته واردېږي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې په افغانستان کې د انټرنېټ بیه پورته او کیفیت یې ټیټ دی؛ وویل: اوسمهال د انټرنټ بیه د پام وړ راټیټه شوې او د ټولو مخابراتي شرکتونو انټرنټي میاشتنۍ کڅوړه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې؛ خو د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې دا بیه له ۲۵۰-۴۵۰ افغانیو ته رسېده.
نوموړي وړاندې وایي: دا چې افغانستان له سمندر سره وصل نه دی، نو موږ باید له ګاونډیو هېوادونو څخه په لوړه بیه انټرنېټ وارد کړو، چې په طبیعي ډول یې په بیه اغېز پرېوځي او له بلې خوا په افغانستان کې ټول مخابراتي انتنونه له شخصي برېښنا څخه ګټه اخلي؛ نو دا دوو امنیتي کسانو ته د ساتنې په پار اړتیا لري چې د هر ساتونکي میاشتنۍ تنخوا ۱۵۰۰۰ افغانۍ کیږي.
همدا راز په ټول افغانستان کې ۵ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي، چې هر یو یې له ۵ تر ۷ میلیونه مشتریان لري، خو په نورو هېوادونو کې دا شمېر تر دې ډېر دی. د بېلګې په توګه: په هند کې د یوه مخابراتي شرکت د پېرودونکو شمېر ۴۰۰ میلیونو ته رسېږي او په پاکستان کې د مخابراتي شرکتونو د پېرودونکو شمېر لسګونه میلیونو ته رسېږي، چې دا په خپله د انټرنېټي بیو د کمېدو لامل دی. همدا سببونه دي چې په افغانستان کې د انټرنیټ بیه د هیوادوالو له تمې څخه لوړه ده. خو اترا اداره هڅه کوي چې دا بیې لا وغورځوي.
د اترا ادارې د معلوماتو له مخې، مخابراتي سکټور په افغانستان کې یو له بوختو کارموندونکو سکټورونو څخه دی او وخت په وخت یې ظرفیتونه لوړیږي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ١٨٢ زره کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول د مخابراتو په سکټور کې بوخت دي او له دې لارې د کورنۍ اقتصادي ستونزې هواروي.
په ورته وخت کې ویل کیږي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته په مخابراتي سکتور کې شاوخوا۷.۳۰ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې او په دې موده کې ۷۸ میلیارده خالص عاید د مخابراتي شرکتونو حسابونو ته زیات شوي دي.