ډېر لوستل شوي

مالیې وزارت: د هرې ولسوالۍ د بیارغونې په موخه پینځه میلیونه بودیجه ځانګړې شوې وه

د مالیې وزارت ویلي چې  د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په روان ۱۴۰۲ مالي کال کې د هرې ولسوالۍ لپاره پینځه میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د وزارت له قوله چې دغه پیسې د یادو ولسوالیو پر رغنیزو چارو لګول شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې؛ دغه ځانګړې شوې بودیجه په ولسوالیو کې د ولایتي ادارې په همغږۍ په خپلواکه توګه لګول کېده چې ستره برخه یې د ولسوالیو رغونه، بیا رغونه، د تاسیساتو ساتنه، څارنه او اړینې پروژې وې.

د یادونې وړ ده چې د دغې بودیجې په مټ په ولسوالیو کې ځینې پروژې بشپړې شوي او ځینې نورې به د روان مالي کال تر پایه پورې بشپړې شي.

اړوند خبرونه