د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې په تړاو ویلي چې افغان حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې پیاوړي او ګړندي ګامونه پورته کړي دي.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي ویډیو کلیپ کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.
ښاغلي مجاهد ویلي، په جبرنکاح کول، مېرمنو ته حق نه ورکول او د خاوند په ټاکلو کې ترې حق اخيستل هغه ستونزې وې، چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې ور سره افغان ښځې په هېواد مخ وې.
نوموړي همداراز زیاته کړې، ټولو محکمو ته په کلکه ویل شوي چې د ښځو قضیو ته په پوره دقت او له توپیر پرته پاملرنه وکړي. د ښاغلي مجاهد په وینا افغان حکومت د ښځو د ظرفیت لوړونې او سوداګریزو برخو کې د کارموندنو پر هڅو بوخت دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امیرالمؤمنین حفظه الله د ښځو په اړه په یو ځانکړي فرمان کې په جبر د دوی د نکاح مخنیوي، په بدو کې ورکولو، د ښځو حقونو په ورکړې او د اسلامي امارت له لوري د ښځو حقونو ته په ژمنتیا ټینګار کړی دی.