ملي دفاع وزارت نن(جمعه، کب ۱۸مه) په خپلې رسمي اېکسپاڼې لیکلي چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ ۱۳۰ تنه ځوان منسوبین له بېلابېلو ښوونیزو برخو فارغ کړي دي.
دفاع وزارت لیکلي چې له دغو فارغینو ۳۰ تنه د انګلیسي، کمپیوټر او همدا راز ۱۰۰ تنه نور د مخابرې، انجینري او توپچي له درې میاشتني ڪورس څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یادو فارغو شویو منسوبينو ته په بېلابېلو برخو کې د اعدادو د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزې ویناوې وشوې او په پای کې ورته بري لیکونه هم ووېشل شول.
د ویلو ده چې دفاع وزارت په تېر کې هم لسګونه زره سرتېرې له بېلابېلو ښوونیزو او نظامي دورو فارغ کړي دي.