ډېر لوستل شوي

سوداګرۍ او صنعت وزیر د افغانستان لپاره د قرغزستان له سفیر سره کتلي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قرغزستان له سفیر او مله پلاوي سره وکتل.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې په افغانستان کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې د فعالیت د پیل، د کانونو په برخه کې د پانګونې، د برېښنا تولید، د انرژۍ د لېږد کېبلونو او په افغانستان کې د کاماز موټرو د یوې استازولۍ پر پیل خبرې اترې وشوې.

ویل کیږي چې د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر امان ګولډف دانیار په مشرۍ د قرغزستان یو پلاوی افغانستان ته راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د منځنۍ اسیا هیوادونو په ګډون له قرغزستان سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

اړوند خبرونه