ډېر لوستل شوي

د اهل هنودو غصب شوې ځمکې بېرته دوی ته سپارل کیږي

د ځمکو د غصب او بېرته راګرځوونې کمیسیون وایي چې په ټول هیواد کې یې د اهل هنودو هیوادوالو د ځمکې راګرځوونې لړۍ پیل کړې ده.
د ځمکو د غصب کمیسیون وایي چې د اهل هنودو ځمکې به بیاځلې څېړي او تر تثبیت وروسته به یې اصلي څښتنانو ته ورکوي.
عدلیې وزارت ویلي، یاد کمېسیون د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوو ته لارښوونه کړې، چې په مرکز او ولایتونو کې د اهل هنود هېوادوالو غصب شوې ځمکې وپلټي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ټولو هیوادوالو حقونه خوندي شوي دي.

اړوند خبرونه