ډېر لوستل شوي

شاوخوا ۵۰ زرو علماوو څخه د ماسټرۍ اسنادو د ارزونې ازموینه واخیستل شوه

لوړو زده کړو وزارت د هېواد  په اوو زونونو کې له ۵۱ زرو علماء کرامو څخه د عالمیې پړاو(ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستله.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم له یادې ازموینې څخه د څارنې په موخه کندهار  ته تللی و او هلته یې د ټولو زونونو په استازولۍ ددې ازموینو پرانیسته وکړه.

نوموړي د ازموینې په پرانیسته کې علماء کرامو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه پوره ډاډ ورکړ، هغوی ته یې د بریا هیله وکړه او ویې ویل چې په دې پروسې سره به د علماء کرامو د اسنادو تثبیت وشي.

د علماء کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې ازموینه هممهاله د هېواد په ۷ زونونو (مرکزي، جنوبي، شمالي، غربي، جنوب ختیځ، جنوب لوېدیځ او شمال ختیځ) کې پرون واخیستل شوه چې ۵۱ زرو علماوو پکې برخه اخیستې وه. د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت به بریالیو علماوو ته د ماسټرۍ برابر اسناد ورکړي.

اړوند خبرونه