ډېر لوستل شوي

ګډونکوونکو هیوادونو کاسا زر پروژه لاسلیک کړه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د څلورو هېوادونو(قرقیزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ) د چارواکو ترمنځ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تړون لاسلیک شو.

ښاغلي مجاهد نن (شنبه، کب ۱۹مه) په خپله ایکسپاڼه د دغه تړون د لاسلیک اعلان وکړ.

د اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو پر بنسټ، د دې سترې پروژې تړون د افغانستان، قرقیزستان، ازبکستان او پاکستان چارواکو لاسلیک کړی دی.

مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې د انرژۍ د دغې مهمې پروژې عملي کار به د راتلونکې میاشتې په پای کې پیل شي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک شو چې نړیوال بانک په دې وروستیو کې د دغې سیمه ییزې پروژې د ملاتړ د بیا پیل اعلان وکړ.

 کاسا ۱۰۰۰ پروژه په سیمه کې یوه له سترو پروژو څخه ده چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه جنوبي اسیا ته برېښنا لېږدوي.

اړوند خبرونه