د پاکستان د پیپلز ګوند مشر د ایتلافي ګوندونو په غوراوي د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.
پاکستاني رسنیو نن ماښام (شنبه، کب ۱۹مه) د ښاغلي زرداري د ولسمشرۍ د ټاکنې اعلان وکړ.
د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، ښاغلي زرداري د ۲۵۵ رايو په ترلاسه کولو سره دغه ټاکنې ګټلې دي.
د ښاغلي زرداري سيال محمود خان اڅکزي ۱۱۹ رايې وګټلې او ماتې يې وخوړه.
ویل کیږي چې اصف علي زرداري د پاکستان د څوارلسم ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د پاکستان د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د دغه هېواد په ملي او ایالتي اسمبلۍ کې ټاکنې ترسره شوې.