ډېر لوستل شوي

د روژې هرکلي ته په ننګرهار کې د ځغاستې سیالۍ وشوې

د ننګرهار د ورزش ریاست وایي چې د دوی په هڅو د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ په دوو( ۲۲ او ۱۴) عمري کټګوریو کې د دوه کیلومتره واټن په ځغاستې ترسره شوې چې په ۲۲کلنو کې حبيب الله حبيبي لومړی، حضرت عمر دویم او حبيب درېیم مقام تر لاسه کړ او بل لور، په دویمه کټګورۍ کې سيف الله لومړی، عبدالرحمن دويم او ابوبکر درېیم مقام تر لاسه کړ.

دې سیالیو کې د شینواري بوکسېنګ کلب ورزشکارانو برخه اخیستې وه او وړ لوبغاړي یې په ډالیو وناوزل شول.

اړوند خبرونه