د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون کې په لومړي ځل د القریشي خیریه بنسټ له لوري دوینې مجهز بانک فعال شو.
ننګرهار کې د یاد بنسټ استازی حنیف الله اخند زاده وایي، د وینې بانک له فعالیدو سربېره پلان لري د با احساسهځوانانو یو لست هم چمتو کړي، ترڅو د اړتیا پر مهال د ناروغانو د وینې د کمښت ستونزه حل شي۔
د یاد روغتون مشر ډاکټر محمد اقبال چهاردیوال وایي، خوښ دی، چې دغه روغتون کې د وینې بانک فعال شو.
د نوموړي په خبره په دې سره به د هغو ناروغانو، چې وینې ته اړتیا لري ستونزه حل شي.
بل پلو د یادې سیمې اوسېدونکو امید راډیو سره په خبرو کې وویل تر دې وړاندې په دغې برخه کې له ګڼو ستونزوسره مخامخ وو او له نورو بنسټونو یې هم وغوښتل، چې د خلکو ژوند ژغورلو او سهولتونو رامنځ ته کېدو په موخهدې لرې پرتو سیمو کې اساسي کارونه وکړي.
د پیوې کنډو روغتون ته د روداتو سربېره د هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو ناروغان هم لاس رسی لري او د درملنې پهموخه ورځي.