د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، کمال افغان وایي، د نوي کابل ښار د سترې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه دغه پروژه ۲۵ سلنه مخ ته تللې ده.
د ښاغلي افغان په وینا، چې په دغه پروژه کې څو شرکتونه په کار بوخت دي او دغه راز د عامو وګړو ترڅنګ د سوداګرو لیوالتیا هم زیاته ده او هڅې کوي، څو په دغه پروژه کې پانګونه وکړي.
ښاغلی افغان دغه راز زیاتوي، د کورنیو پانګوالو ترڅنګ ډېری بهرني پانګوال هم له دغه وزارت سره په اړیکه کې شوي او غوښتنې کړي، څو په افغانستان کې پانګونې ترسره کړي.
نوموړی وایي، ټولو دغه پانګوالو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دوی کولای شي په ډاډه زړه هېواد کې پانګونې وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت دغه راز زیاتوي، د نیله باغ او قطري پروژو چارې هم دوام لري او تر دې دمه د قطري پروژې چارې ۲۸ سلنه او د نیله باغ پروژې ۲۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.