د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د شپې ناوخته نن(دوشنبه، کب شلمه) دروژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي: د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې څو تنو هيوادوالو میاشت ليدلې او شرعي محاکمو تهیی د روژې مبارکې میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې چې ددغو کسانو شاهدي معتبره بلل شوې ده.))
د دغو کسانو د شاهدي په بنسټ د هلال کمېټې پرېکړه وکړه چې نن دوشنبه د روژې لومړۍ نېټه ده.
بل پلو، سترې محکمې تر دې وړاندې ویلي و چې نن دوشنبه به د هلال کمېټه ناسته کوي او د روژې لومړۍ به په ډاګهکوي