په پاکستان کې د فبرورې میاشتې د اتمې نیټې له لانجمنو ټاکنو او د ګوندونو له ایتلاف وروسته اصف علي زرداری دپاکستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
اوس اسلامي امارت د پاکستان له نوي حکومت څخه په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد د پاکستان له نوي حکومته غوښتي څو د کابل او اسلام اباد د اړیکوساتنه وکړي او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې په پام کې ونیسي.
ښاغلی مجاهد دغه راز، د سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو درامنځته کیدو غوښتنه هم کوي. د مجاهد په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ باید په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخه او دلا ټینګښت لپاره يې باید کار وشي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د خپلو خبرو په لړ کې زیاتوي چې کابل هم له اسلام اباد سره په ټولوبرخو کې د اړیکو ښه کولو ته جدي دی او دغه راز له پاکستان څخه هم د اړیکو د پراختیا په برخه کې د پوره جدیتغوښتنه کوي.