ډېر لوستل شوي

یو قرغز د افغانستان پر کاني زېرمو د پانګونې لېوال دی

دکانونو اوپټرولیم وزارت په خپل رسمي اېکس پاڼې نن ماښام(شنبه، کب ۱۹مه) لیکلي چې یو قرغز پانګوال د افغانستان پر کاني زېرمو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور  د قرغزستان هېواد له پانګوال سره وکتل او افغانستان کې یې د کانونو پر پانګونې بحث کړی دی.

یاد قرغز پانګوال په افغانستان کې پر کاني زېرمو په ځانګړي ډول انټیموني فلز برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. دغه قرغز پانګوال دغه شان هیواد کې د یوه معیاري لابراتوار د جوړونې ژمنه هم کړې ده.

اړوند خبرونه