د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، نړیواله ټولنه باید په دې پوه شي چې سیاست له دین څخه جلا نه دی.
ښاغلي متقي دغه څرګندونې د دغه وزارت په ماڼۍ کې د بهرنیو چارو وزارت له ډیپلوماتانو او کارکوونکو سره په کتنه کې وکړې.
د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا، اسلامي امارت په هېواد کې د دیني او عصري علومو زده کړې ته ژمن دی.
مولوي امیرخان متقي زیاتوي چې اسلامي امارت نه غواړي، افغانستان د نړۍ د قدرتونو د شومو موخو قرباني شي.
د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا افغانستان باید د سوداګرۍ، راکړې ورکړې، صنایعو او د اسیا د بېلابېلو برخو د نښلولو مرکز وي.
مولوي امیرخان متقي ټینګار کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د سترو ملي پروژو پلي کېدو ته نږدې کېږو.
ښاغلی متقي په داسې حال کې په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو د پیل اعلان کوي چې څو ورځې وړاندې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تړون د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.