ملګري ملتونه وايي چې د غزې شمالي اوسېدونکو ته مو له نظامي ځمکنۍ لارې لومړنۍ مرستې ورسولې.
د اشغال شویو فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي جیمي مک ګولډریک رویټرز ته وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام دغه مرستې له یوې نظامې لارې په ګټنې د غزې شمالي برخې ته رسول شوي دي.
ویل کیږي چې دغه لاره د صهیونستو اسراییلي پوځیانو تر واک لاندې ده.
ملګري ملتونه په داسې حال کې غزې ته د لومړنیو خوراکي کڅوړو د رسولو دعوه کوي چې هلته د سختې لوږې په وجه لسګونه کوچنیان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټیوني ګوترېش په ځلونو ویلي چې پر بشري مرستو بار لارۍ یې د صهیونستي پوځیانو له خوا بېرته راګرځول کیږي او غزې ته یې د تګ مخه نیسي.