د کندهار والي ملا شیرین اخند په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې وویل چې د دغه هېواد نوی حکومت باید د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو سیاست پر مخ یوسي.
د کندهار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت د والي او په کندهار کې د پاکستان د سفیر ترمنځ د لیدنې خبر خپور کړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د نوي حکومت لخوا د دوه اړخیزو اړیکو د چاپیریال رامنځته کول، هغه بنسټیزه مسله وه چې په دې غونډه کې پرې بحث وشو.
په کابل کې میشت پاکستاني سفیر ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت تمې به د خپل هیواد له مشرتابه سره شریکوي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان له نوي حکومت څخه غوښتي وو چې له افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکو کړنلاره دې په پام کې ونیسي.