د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف ادیلوویچ سره کتلي دي.
خلیفه سراج الدین حقاني په دغه کتنه کې وزیر سعیدوف ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب یې خبرې اترې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې شته امنیت او د افغان حکومت له لوري له نشه یي توکو سره ریښتیني مبارزه وستایله.
کورنیو چارو وزیر ازبک پلاوي ته د امنیت په تړاو پوره ډاډ ورکړ او د هغو پروژو د ژر پیل غوښتنه یې وکړه چې د سیمې پر ټیکاو اغېزمنې وي.
د ویلو ده چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی چې پرون یې له رئیس الوزرا او د کابینې له نورو غړو سره هم کتلي وو.
افغان حکومت هیله څرګندوي چې تاشکند به ډېر ژر په خپل هیواد کې افغان سفیر ومني.