د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره کتلي او د دواړو هیوادونو پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو یې بحثونه کړي دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو پر سوداګرۍ، ټرانزېټ، د پانګونې پر پراختیا، د افغاني توکو د لېږد برخه کې د اسانتیاوو راوستل، د ازبک او افغان سوداګرو د ستونزو هواری او د ازبکستان له خاورې څخه د افغان توکو د ټرانزیټي تعرفو پر کمولو خبرې وکړې.
دواړو سیالیو پرېکړه کړې چې نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ادارو مسوولين په مزارشريف ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ برخه کې د شته خنډونو د هوارۍ په موخه جلا غونډه وکړي. د ویلو ده چې د بختیار سعیدوف په مشرۍ یو ازبک لوړپوړی پلاوی څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی او تر دې دمه یې د رئیس الوزرا په ګډون د کابینې له ګڼو غړو سره کتلي دي.