ډېر لوستل شوي

مالیې وزارت: پر تېرې ادارې د پاته پورونو د ورکړې لړۍ روانه ده

مالیې وزارت وایي، دوی قرارادادي شرکتونو، اشخاصو او نورو ته د هغو پورونو د ورکړې لړۍ چټکه کړې چې پر تېرې ادارې پاتې وو.

دغه وزارت وایي چې د افغانستان اسلامي امارت له پرېکړې سره سم به د ټولو هغو شرکتونو او اشخاصو پورونه ورخلاص کړي چې پر تېر نظام یې پاتې دي.

ویل کیږي چې تر اوسه د ۳۰  ادارو طلبات، تضمینات او تأمینات تثبیت او تائید شوي دي او د پاتې لړۍ هم روانه ده.

دغو ۳۰ ادارو ته لس سلنه برخه ورکول شوې او د پاتې نورو ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو پر تثبیت او تطبیقاتو کار روان دی. د یادونې وړ ده چې تثبیت شوې ادارې په لومړي سر کې د اړوندو حوالو راپور چمتو کوي او له مالیې وزارت سره تر شریکولو وروسته لس سلنه برخه ورکول کیږي.

اړوند خبرونه