حافظ ضیا احمدتکل نن ماښام(پنجشنبه، کب ۲۴مه) په خپل اېکس لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخانمتقي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړي دي.
مولوي متقي په دغه کتنه کې وویل چې د سیمې هیوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره مثبت تعامل ته راوړاندېکیږي او سیمه ییزو هیوادونو دا درک کړې چې د افغانستان ټیکاو، پرمختګ د ټولو په ګټه دی.
ښاغلي متقي هیله ښودلې چې د پاکستان نوی حکومت د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغندهګامونه واخلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي، نویمنتخب حکومت د اړیکو د پراختیا اند لري او د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره به په ګډه کار وکړي.
په پای کې دواړو خواوو پر ډیورنډ فرضي کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ برخه کې د اسانتیاوو پررامنځته تګ ټینګار وکړ.