نړیوالو رسنیو د روسیې د ځایي سرچینو په مټ ویلي چې ښایي ولسمشر ولادیمیر پوتین بیاځلې پر خپلې څوکېپاتې شي او واک بل نوماند ته ونه لېږدوي.
په روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې نن(جمعه، کب ۲۵مه) پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
شنونکي وایي، د ولسمشر پوتین پر وړاندې پیاوړې نوماندان نشته، نو ددې شونتیا زیاته ده چې نوموړی بیاځلې دروسیې ولسمشر شي.
د لبرال ډیموکراتیک ګوند مشر لونید سلوڅکي، د دولتي– ولسي جرګې مرستیال او د نوي خلق ګوند کاندید ولادیسلاوداوانکوف او د ولسي جرګې غړی همداشان د کمونست ګوند کاندید نیکولای خاریتونوف؛ هغه کسان دي چې له ښاغليپوتین سره به ټاکنیزې سیالۍ وکړي.
تمه ده، د روسیې د ټولټاکنو پایلې درې وروسته دوشنبه اعلان شي.
۷۱ کلن ولادیمیر پوتین له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د روسیې واکمن دی او په ډېرې شونتیا چې خپله څوکۍ به بیاځلېهم وساتي.